چهارشنبه, ۲۲ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت که استعمار: په افغانستان او پاکستان کې د امت برخلیک‌ټاکونکی انتخاب

خبر:

د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو په موخه، د قطر تر اوربند وروسته په استانبول کې یو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې دواړو خواوو د اوربند پر دوام ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه، چې د نومبر په ۶مه نېټه به د هوکړې د پلي کولو د عملي لارو چارو د ارزونې لپاره د لوړ پوړو استازو ناسته جوړه کړي. ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې د څار او د هوکړې د پلي کېدو د تایید لپاره یو مشخص میکانېزم جوړ شي، ترڅو د هغه پر بنسټ د سولې ساتنه تضمین او د هوکړې د ماتوونکي اړخ د مجازاتو زمینه برابره شي. خو د درېیم پړاو د مذاکراتو تر پای وروسته، دواړو لورو اعلان وکړ، چې هېڅ کتبي هوکړې ته نه دي رسېدلي.

تبصره:

دا هڅې یوازې هغه وخت دایمي سوله رامنځته کولی شي، چې د افغانستان او پاکستان مسلمانان په یوه واحده فکري، سیاسي او ان نظامي جبهه کې سره یوځای شي او خپله قضیه د امریکا په څېر استعمارګرو او د هغوی مزدورانو لکه؛ قطر او ترکیې ته پرېنږدي، بلکې هغه اسلام او په سیمه کې د اسلامي امت غوښتنې ته وسپاري. هغه ناستې چې د پردیو د فشارونو، دسیسو او ګټو په چوکاټ کې جوړیږي، په غوره حالت کې یوازې د اوربند لنډمهاله تکرار دی؛ مګر په پای کې د خاورو، سرچینو او اقتصادي لارو پر سر د استعماري سیالیو د دوام لپاره پوښښ او همدارنګه په سیمه کې د اسلامي امت د بیدارۍ او یووالي د مخنیوي هڅه ده.

د موضوع اهمیت له دې امله څرګندېږي، چې جنوبي آسیا د نړېوالو استعماري قدرتونو د ګټو د سیالۍ پر ډګر بدله شوې ده. افغانستان د خپلو بډایه معدني سرچینو او حیاتي جیوپولیټیک موقعیت له امله او پاکستان د خپلو ستراتیژیکو لارو او بندرونو له کبله، د سیمې په جیو‌اقتصادي معادلو کې مهم رول لوبوي. امریکا، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ناکام وتلو، طالبانو ته د پراخو وسلو او بګرام اډې د پرېښودو له امله- چې د چین او روسیې د څار لپاره اساسي جیوپولیټیک او جیو‌ستراتېژیک اهمیت لري- هڅه کوي چې د طالبانو حکومت تر فشار لاندې راولي او د خپلو شرطونو منلو ته یې اړ کړي.

له بلې خوا، چین د لویې پانګونې له لارې، په ځانګړي ډول د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) په چوکاټ کې، هڅه کوي چې د زیربناوو داسې یوه شبکه رامنځته کړي، چې په مرسته یې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي؛ هغه شبکه چې سیمه به د بېجنګ له اقتصاد سره وتړي. د دغه نفوذ په مقابل کې، امریکا او د هغې متحدین په سیمه کې د امریکا د اقتصادي او امنیتي واک د ساتلو لپاره موازي نوښتونه تعقیبوي او په ورته وخت کې هڅه کوي چې د افغانستان حکومت د چین او روسیې د نفوذ له ساحې څخه لرې وساتي او د دې مخه ونیسي چې دغه خاوره دې د اسلامي امت د ځواک او ظرفیت پر مرکز بدله شي. د امریکا او چین سیالي، چې هند هم د واشنګټن تر مدیریت لاندې پکې ونډه لري، هڅه کوي چې افغانستان له پاکستان سره د دښمنۍ او له هند سره د نږدېوالي په لوري بوځي او سیمه د استعمارګرو د سیالیو پر ډګر بدله کړي؛ هغه ځای چې اقتصادي پروژې په حقیقت کې د سیاسي تسلط او د امت د شتمنیو د کنټرول وسیلې ګرځېدلې دي.

له همدې امله د دغو دولتونو لنډمهاله او اوږدمهاله ناستې د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د حل توان نه لري. تر هغه چې په سیمه کې د امریکا سیاست د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ پر رامنځته کولو ولاړ وي؛ تر هغه چې د پاکستان د پوځ دننه ځانګړې کړۍ، چې د «ترورېزم پر ضد مبارزې» یا «پر طالبانو د فشار» تر نوم لاندې د امریکایانو لپاره لابي‌ګري کوي، په واک کې وي؛ تر هغه چې په سیمه کې نظامي ډلې فعالې وي او د دولتونو د ظالمانه او سیکولر سیاستونو پر وړاندې مقاومت کوي؛ تر هغه چې په دې جغرافیه کې دا تپل شوې د ډیورند پوله پاتې وي او تر هغه چې ملي دولتونه د خپلو تنګ‌نظرو او ډله‌ییزو ګټو پر بنسټ یو د بل پر ضد سیاست کوي، دا کړکېچ به هېڅکله حل نه شي.

سره له دې، د ناورین اصلي ریښه یوازې تر جیوپولیټیکو لوبو پورې نه محدودېږي، بلکې د فکري او سیاسي ناروغۍ پایله ده؛ هغه ناروغي چې امت یې په ملتونو او مصنوعي پولو وېشلی او پر ملي هویت او د نشنلېزم پر مفکوره ولاړه ده. تر هغه چې د افغانستان او پاکستان مسلمانان خپله هویت د ملت او استعماري پولو پر بنسټ تعریفوي، د امت واحد اسلامي هویت له پامه غورځوي او له سیمې د استعمارګرو لاسونه نه پرې کوي، هېڅ توافق به دوام ونه‌کړي. د دغو دواړو ملتونو فکري، سیاسي او جغرافیوي یووالی باید د الله، اسلام او مسلمانانو د ولاء پر بنسټ جوړ شي، نه د دولت-ملت د لنډمهاله ګټو او یا له استعمارګرو سره د تړون پر اساس.

اصلي حل‌لاره په دریو بنسټیزو ستنو کې نغښتې ده: لومړی، له استعماري قدرتونو سره د هر ډول تړاو بشپړ پرېکول او له هغوی سره د اقتصادي، پوځي او استخباراتي همکاریو پای ته رسول. دویم، د امت د سرچینو د سم مدیریت او د خپلواکو زیربناوو د پراختیا پر بنسټ د سیمه‌ییز اقتصاد بیا رغونه. درېیم، د ملي‌پالنې د له منځه وړلو او د امت د واحد شعور د را ژوندي کولو لپاره فکري، سیاسي او نظامي چمتووالی. مشران، علماء، ګوندونه او مؤسسې باید د دغو هڅو محور شي، ترڅو سیاست بېرته د اسلام پر بنسټ را وګرځي.

یوازینی چوکاټ چې دغه ستنې یو ځای ساتلی شي، هغه سیاسي نظام دی چې پر اسلامي شریعت او د اسلامي امت پر وحدت ولاړ وي؛ داسې یو نظام چې مصنوعي پولې له منځه یوسي او اجازه ورنه کړي چې استعماري پروژې د ملتونو د تابعیت پر جوړښتونو تسلط ومومي. د راشده خلافت بیا تاسیس، له استعمارګرو څخه د دې سیمې د ژغورنې او امت ته د حاکمیت د بېرته راوستلو لپاره رښتینې حل‌لاره ده. دغه لاره قربانۍ، پوهې او سیاسي ارادې ته اړتیا لري؛ خو له دې پرته د خلاصون بله هېڅ لاره نشته ده.

یوسف ارسلان

Last modified onسه شنبه, 11 نومبر 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې